په نورستان کې ۲۰ تنه په نشه يې توکو روږدي تردرملني وروسته کورونو ته ولیږل شول.

د نورستان ولایت د معتادینو د ۲۰ بستریز روغتون څخه هغه ۲۰ تنه په نشه يط توکو روږدي کسان چې نیږدي ۵ میاشتي يې درملنه شوي نن د یاد روغتون څخه رخصت او خپلو کورونو ته ولیږل شول.

د نورستان ولایت د امنیه قومنداني مسولین وايې ددوۍ د نشه يې توکو پروړاندي د مبارزي مدیریت له لوري یاد ۲۰ تنه ۵ میاشتي وړاندي نیول شوي وو چې په بیلابیلو نشه يې توکو روږدي وو .
هغوۍ زیاتوي د نشه يې توکو پروړاندي د مبارزي مدیریت مسولین شپه او ورځ دغه ډول کسان لټوي تر څو درملنه يې وشي او خپل عادي ژوند ته يې ستانه کړي .
د نورستان امنیه قومندانۍ قومندان مل پاسوال محمدیوسف جمالزی وايي نه غواړو چې د ټولني ځوان نسل مو په نشه يې توکو روږدی شي .
هغه زیاتوي اوس وخت کې ټولنه او شته نظام ځوانانو ته ډیره اړتیا لري تر څو د هیواد د ابادۍ لپاره مثبت ګامونه واخلي .
جمالزی همدا راز وايې کشفي ارګانونه يې په دي لټه کې دي چې ددغه ډول کسانو مخه ونیسي تر څو نور ځوانان په نشه يې توکو اخته نشي.
جمالرزي شرق راډیو ټلویزیون سره په خبروکې زیاته کړه « مونږ کوښښ کوو چې ددغه ډول خلکو ریښي معلومي او لمنځه یوسو ځکه نشه زمونږ ټوله لمنځه وړي او مونږ نه غواړو چې ددغه ډول نشي ښکار ځوانان شي . هڅه کوو چې ځوانان د نشي

 پرځای سمي لاري ته وهڅوو»
یاد معتادین چې تر درملني وروسته خپلو کورونو ته ستیدل د امنیه قومندانۍ له لوري ورسره نغدي مرسته هم ترسره شوه .

معتادین وايې درملنه یې په ښه شکل سره شوي او په راتلونکي کې يې دداډول عمل د نه تکرارولو ژمنه وکړه .
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندي هم د نورستان شل بستریز روغتون څخه یو شمیر په نشه یي توکو روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شوي او اوس مهال خپلي روزمره چاري پرمخ وړي


پرویز – مومند شرق راډیوټلویزیون – نورستان
۱۴۰۳/۳/۲۷

Leave a Reply

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading