اسلامي امارت سره د همکاریو پراختیا په پار کونړ کې د دیني علماوو غونډه وشوه

د کونړ ولایت مقام په همکارۍ دغه جوړه شوې ناسته کې چې د علماوو شورا رییس او ادارو مسوولینو سربېره د مرکز او ولسوالیو لسګونو دیني علماوو برخه اخیستې وه، د ټولنې اصلاح، یووالي او پر نظام باورجوړونې برخه کې یې د همکاریو پراختیا ډاډ وښود

ناستې ته د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقـ اني پرانیستونکې خبرې وکړې او د نظام ساتنې او استحکام لپاره یې د علماوو په همکاریو، یووالي او اتحاد ټینګار وکړ
د کونړ والي الحاج مولوي قدرت الله ابو حمزه وویل، دغه نظام د دیني علماوو، حافظانو او مخلصو ولسونو د سترو قربانیو په اساس رامنځته شوی، زمو

ږ قوت په اطاعت او یووالي کې دی، مسوولین او عام ولس ټول په امارت پورې تړلي یو، له علماوو مو هیله او غوښتنه داده چې د امیرالمؤمنین د حکمونو او فرامینو تطبیق کې پوره ونډه واخلي، د خطبو او بیانونو له لارې یې عام ولس ته تشریح کړي
هغه له دیني علماوو وغوښتل 

چې وحدت وساتي او له هغو اختلافي مسایلو چې د ولسونو ترمنځ ستونزې زیږوي ځان وژغوري
د علماوو شورا رییس مولوي عبدالقهار صدیقي وویل اوس اسلامي امارت حاکم دی او ټولو هغو سېمو کې د خلکو ستونزي او مشکلاتو ته رسېدنه کیږي چې پخوا نه وو .
هغه زیاته کړه اولس دي د شته نظام ملاتړ وکړي او د نورو هغو ډلو چې د تخریب هڅه کوي په مخنیوي کې مرسته وکړي .

محاکمو رییس مولوي عزیزالرحمان حقاني بیا وویل له پخوا اوس ټولي قضي د اسلامي امارت د اصولو او اسلامې احکامو په رڼا کې څیړل کیږي حق حقدار ته سپارل کیږي او په دغه برخه کې 

هیڅ ډول ستونزي نشته دی.
په ورته مهال کې ټولو مسولینو ډاډ وښوده چې په اداراتو او نورو ځایونو کې به د اسلامې امارت په ملاتړ ویناوي کیږي تر څو اولسونو ته دا ثابته شي چې دلته یو محکم او

اسلامي نظام شته او د هرچا لپاره يې دروازه پرانیستي ده .


پرویز – مومند شرق راډیو ټلویزیون – کونړ
۱۴۰۳/۳/۲۷

Leave a Reply

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading