فرانسه د اوکراین په جګړه کې د ۱۵۰ زره روسي پوځیانو د وژل کېدو اټکل کوي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سیژورني د جمعې په ورځ،‌ مې دریمه (غوايي ۱۴مه) په یوه مرکه کې وویل، چې فرانسه اټکل کوي چې پر اواکراین د روسیې د پوځي یرغل په ترڅ کې ۱۵۰ زره روسي سرتیري وژل شوي دي.

نوموړي‌ د روسیې له یوې خپلواکې ورځپاڼې ‘نوایا ګازتا اروپا’ سره په مرکه کې وویل، چې پاریس د اوکراین او روسيې ترمنځ په روانه درې کله جګړه کې د ټپیانو په ګډون، د روسي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېر ۵۰۰ زره اټکلوي.

هغه وويل: “اروپا او ملګري به يې تر هغه وخته پورې یوموټی او ثابت قدمه پاتې شي، تر څو چې اړتيا وي. همدارنګه د روسيې پوځي ناکامي له ورایه څرګنده ده. موږ اټکل کوو چې په روانه کې جګړه کې د ۱۵۰ زره وژل شويو سرتیرو په ګډون، د روسي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېر ښایي ۵۰۰ زره تنه وي.”

هغه وپوښتل: “چې دا ټول د څه لپاره؟ ” خو زیاته یې کړه: “دا په دوه ټکو کې خلاصه کیدی شي؛ د هیڅ لپاره. “

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې پداسې حال کې کوي، چې روسیې د خپلو پوځیانو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دي‌ خپاره کړي.

خو بلخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د فبرورۍ په میاشت کې ویلي وو، چې په روانه جګړه کې ۱۸۰ زره روسي پوځیان وژل شوي دي.

همدارنګه برتانیا اټکل کوي چې په اوکراین کې شاوخوا ۴۵۰ زره روسي پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د بي بي سي روسي څانګې او د میډیازونا خبري اژانس د اپریل په میاشتې کې له اوکراين سره د جګړې پر مهال تر ۵۰زره زیات د روسي پوځيانو د وژل کېدو او د هغوی د هویت د پیژندلو پخلی کړی دی.

د بي بي سي روسي څانګې ویلي، چې د وژل شویو کسانو دوه پر درېیمه برخه پوځي سابقه نه درلودله او ټول هغه بندیان وو چې په خپله خوښه د روسیې د خصوصي شرکتونو له خوا ګمارل شوي وو.

دغو رسنیو ویلي، که د روسي ځواکونو مرګ ژوبله په همدې ډول دوام وکړي، تر ۲۰۲۵ کال پورې به د روسی ځواکونو د مړو او ټپیانو شمېر ۵۰۰ زرو ته ورسېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه د “ځانګړي پوځي عملیاتو” اعلان وکړ، کوم چې وروسته له هغه په خونړۍ جګړه بدل شو او روسیه یې له لویدیځ څخه جلا کړه.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې روسیه ښايي په اوکراین کې د سترو نویو پوځي عملیاتو د پیلولو په درشل کې وي.

https://www.pashtovoa.com/a/france-estimates-150-000-russian-soldiers-killed-in-ukraine-war-minister/7596464.html

Leave a Reply

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading