مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ یوناما د افغان خبریالانو په ملاتړ او خوندیتوب ټینګار کړی

د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې مې درېمې نیټې سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر “یوناما” ویلي چې باید د افغان خبریالانو ملاتړ او ساتنه وشي. 

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما د دفتر مشرې روزا اوتنبایووا ددې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې چې د جمعې په ورځ مې درییم (ثور۱۴) د ایکس په پاڼه یې خپور کړی ویلي چې د یو ملت د باخبره ساتلو، هوسا او د پوهنې، چاپیریال، روغتیا، اقتصاد او ښه حکومتوالۍ لپاره د افغان خبریالانو کار د ټولو افغانانو لپاره اړین دی.

میرمن اوتنبایووا ویلي: ” لکه څنګه چې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې درناوی کوو، په ټول افغانستان کې د خبریالانو د کار څخه چې د لوی خطر په منلو سره د خپل ملت د خبرولو لپاره هڅې کوي ستاینه کوو. هغوی باید وستایل شي ملاتړ او ساتنه یې وشي”.

د مې د میاشتې درییمه په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اکست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته خبریالان او رسنۍ د ګڼو ننګونو او ګواښونو سره مخ شوي دي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ د ادارو د راپورونو پر اساس په سلګونو رسنۍ د طالبانو د فشارونو او اقتصادي عواملو له امله تړل شوي او د ښځینه خبریالانو په ګډون په زرګونو خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په سلګونو خبریالان له افغانستان څخه بهر ته کډه شوي دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ددې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه ویلي چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې دغې کمیټې په افغانستان کې د ځینو رسنیو د فعالیت د بندیدو په ګډون د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګڼې پیښې ثبت کړي دي.

دغې کمیټې ویلي چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې افغان خبریالان معلوماتو ته د لاس رسي او خوندیتوب په برخو کې د ډیرو ستونزو سره مخ وو.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: ” د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د افغانستان له اسلامي امارت (طالبانو حکومت) څخه غوښتنه کوي چې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب په برخه کې لازم ګامونه واخلي. د دې سربېره، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه ټینګار کوي، چې د خبریالانو او رسنیو اړوند ټولو قضایاو ته د ټولیزو رسنیو د قانون په چوکاټ کې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون له لارې رسیدګي وشي”.

همداشان دغې کمیټې د خبریالانو رسنیز کار د ملاتړ په برخه کې ملاتړي میکانیزمونو فعالولو او معلوماتو ته د خبریالانو د لاسررسي په برخو کې د اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې موندنې ښیې چې په تېر یوه کال کې د نارینه خبریالانو په شمېر کې ۱۰ فیصده او د ښځینه خبریالانو په شمېر کې ۱۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د دغې کمېټې موندنې همدا رنګه ښیې، چې د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو را وروسته ۲۱ راډیوګانو، پنځو خبرې اژانسونو او درېیو تلویزیوني چینلونو په کار پیل کړی دی.

په عین وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو راپور کې په افغانستان کې په تیرو ۱۲ میاشتو کې د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د لازیاتو محدودیتونو د لګیدلو او په پراخه کچه د افغان خبریالانو په نیولو ژوره اندیښنه څرګنده کړې او د طالبانو د حکومت ددغو کړنو د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

دغه مرکز ویلي: ” موندنې ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې راهیسې تراوسه پورې رسنۍ او خبریالان د د ازادۍ د د کچې او د خپلو اساسي او قانوني حقونو له پلوه د تیرې دورې (مې درییم ۲۰۲۲ ) پرتله د لا زیاتو محدودیتونو سره مخ وو او په پراخه کچه حقونه یې نقض شوي دي”.

همدارنګه دغه مرکز په تیرو ۱۲ میاشتو کې د خبریالانو د نیولو د ۶۴ پیښو په ګډون د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ۱۳۶ سرغړونو د ثبت خبر ورکړی دی. په دې پیښو کې د خبریالانو د ګواښوولو۷۲ پیښې هم شاملې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو له خوا پر خبریالانو او رسنیو باندې محدودیتونه لا زیات شوي دي چې د رسنیو په کارونو کې ددغې ډلې د استخباراتو د لاس وهنو سربیره د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت هم د خبریالانوڅخه پلټنې او حتی بندیانوي.

په دې راپور کې ویل شوي: ” په دغسې یو وضعیت کې د رسنیو د سرغړونو د ارزونې د کمیسیون نقش چې د ټولیزو رسنیو د قانون پر اساس جوړ شوی څنډې ته شوی دی او حتی چې دا کمیسیون په ډیرو برخو کې د رسنیو د ځپلو د سیاست په یوې وسیلې بدل شوی دی او د رسنیو د تړلو او ځندولو په تړاو کې حکمونه صادر کړي دي”.

دغه مرکز په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو په وضعیت دا اندیښنه په داسې حال کې څرګنده کړې چې د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان د ۱۵۲ مقام څخه ۱۷۸ مقام ته ښکته شوی دی.

VOA

Leave a Reply

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading