د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې کموالی راغلی

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر کاشف انور ویلي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري د پام وړ کمه شوې ده. نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په لاهور کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مرستیال خانجان الکوزي په مشرۍ له پلاوي سره په کتنه کې کړې ده. انور ټینګار کړی چې اسلام اباد او کابل باید د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره ګډ او کوټلي ګامونه پورته کړي. د نوموړي په خبره، دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵۲۲ میلیونه ډالره ده. خانجان الکوزي هم په دې کتنه کې ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو سوداګرو ترمنځ باید سوداګریزې تبادلې تر بل هر وخت زیاتې شي. نوموړي زیاته کړې چې اوسمهال د افغانستان له لارې د پاکستان پنځه ميليونه ټنه تازه مېوه منځنۍ اسيا ته صادرېږي.

Leave a Reply

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading