د سالنګونو لويه لار د ترافکو پرمخ خلاصه ده

په افغانستان کې د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وایي له تېرو دوو ورځو راهیسي په سالنګونو کې هوا وریېځ ده د واورې ضخامت شاوخوا ۴۷ سانتي مترو ته رسیدلی چې د پاکولو کار یې دوام لري .
ددغه وزارت مسوولین وایي په داسې حال کې چې په سالنګونو کې د واورې اورښت دوام لري خو یاده لویه لار د ترافکو پرمخ پرانیسېتې ده او هیوادوال کولای شي چې تګ راتګ وکړي .
د ټولګټو چارو وزارت ویاند وایي پر یاد لار مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له شمال څخه جنوب ته تګ کوي.
مولوي حمیدالله مصباح دغه راز وایي د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ سړک، په مومند کوتل او د میدان وردګو ولایت د بهسود ولسوالۍ اړوند اوني کوتل چې د واورو له امله بند شوي دي دا مهال یې د پاکولو کار دوام لري .
نوموړي زیاتوي د کابل ګردیز لویه لارچې د جمعې په ورځ د یوه عراده باروړونکي موټر د چپه کېدو له امله د ترافیکو پر مخ بنده شوې وه د پکتیا د ټولګټو ریاست له لوري د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه
مسوولین زیاتوي د کابل – جلال آباد یاده لویه لار په لنډمهالې توګه د ماهیپر په سیمه کې د غرښوېدو له امله بنده شوې وه، چې بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.
د ټولګټو وزارت د مسوولینو په وینا د هیواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د واورې او باران اورښت دوام لري؛ خو د یادو ولایتونو ټول سړکونه او لویې لارې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading