ننګرهار او لغمان کې وروستيو ورښتونو مالي او ځاني زيانونه اړولي
په ختیځ لغمان او ننګرهار ولایتونو کې وروستیو ورښتونو ، ږلۍ او وروستۍ زلزلې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه وراړولي. خلک وايي ولسي وګړي بیوزله دي او حکومت باید د زیانمنو شو وګړو سره بیړنۍ مرستې وکړي.
چارواکي هم د اورښتونو، ږلۍ او وروستۍ زلزلې له امله خلکو ته د زیانونو د اوښتونو منښت کوي او د يو شمیر همکارو مرستندویه ادرو پرمټ زیانمنو ته د مرستو د رسیدو ډاډ ورکوي.
لومړۍ زلزلي او تازه د دوه ورځو راهیسې اورښتونو خلکو ته زیانونه وراړولي ! په ختیځ لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د مرکزي ښارونو د ناحیو ترڅنګ په ولسواليو کې هم په تېرو دوو، ورځو کې بارانونه او ږلۍ شوې چې د خلکو يو شمیر کورونه او په کرنیزه ځمکه کرل شوې کښتونه يې ویجاړ کړي دي.
خلک وايي په هیواد کې روان بد اقتصادي وضعیت له امله خلک ډير بیوزله شوې او د تازه وراوښتي زیان د جبران توان نه لري. دوي له حکومته غواړي چې زیان اوښتو خلکو سره دې اړيني مرستې وکړي.
د ننګرهاردطبعې پېښو پروړاندې د چمتوالي ادارې مسولین بیا په تېرو دوه ورځو کې د اورښت او ږلۍ له امله په دې ولایت کې د ۶۰ کورونو د ویجاړیدو او په کامې ولسوالۍ کې د يوه مالدار د دریو څارویو د مړه کيدو خبره کوي.
دوي همدراز زیاتوي چې په کوټ ولسوالۍ کې بیا سخته ږلۍ شوې چې له امله يې د دې ولسوالۍ د کروندګرو په ځمکو کرل شوې کښتونو کابو اتیا سلنه له منځه تللي دي.
دی وايي هڅه کوې چې د همکارو مرستندویه ادارو پرمټ له سروې وروسته له زیانمنو خلکو سره اړینې بیړنې مرستې وکړي.
نوموړی همدراز زیاتوي چې له دغه اورښتو وړاندې په دې ولایت کې زلزلي هم يو شمیر خلکو ته زیانونه وراړولي دي.
له ننګرهار وراخوا بیا په لغمان ولایت کې هم د وروستیو اورښتونو ، ږلۍ او زلزلۍ له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي چې د دې ولایت د طبعې پېښو پروړاندې د چمتوالي ادارې مسولین وايي هڅه کوي ترڅو زیانمنو خلکو سره دمرستندویه ادارو پرمټ يو شمیر اړینې مرستې ترسره کړي .
د لغمان طبعې پېښو پروړاندې د چمتوالي ادارې رييس وايي دوه تنه مړه شوې ، ۳۳ ټپیان شوې او ۲۲۰ کورونه په کلي او قسمي ډول ویجاړ شوې دي.
په ختيځ کې د پروت کونړ او نورستان ولایتونو ځای مسولین بیا وايي تراوسه ورته په د وروستیو اورښتونو له امله د اوښتو زیانونو په تړاو کوم رپوټ نه دې ورکړل شوی.