په کابل کې بېلابېلو جرمونو په تور ۶ تنه نيول شوي
امنیتي مسوولین وایي په پلازمېنه کابل کې یې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي .
د کابل ښار د اوومې حوزې جنایي مدیر وایي ځواکونو یې یاد کسان د اوومې حوزې اړوند ساحه کې لاس په لاس نیولي .
مفتي فضل هادي وایي د نیول شویو له ډلې یې یو تن د قتل او درې تنه نور یې د عامه نظم د اخلال په تور نیولي دي .
د اوومې حوزې جنایي مدیر دغه راز زیاتوي په نیول شویو تورن کسانو کې یې دوه تنه د مبایلو د غلا په تور هم لاس په لاس نیولي دي .
جنایي مدیر زیاتوي د نیول شویو کسانو دوسیې یې ترتیب کړي او اړوندو ارګانونو ته به یې وسپاري .
هغه همدا راز زیاتوي په جنایي پېښو کې اوس تر بل هر وخت ډير کموالی راغلی او زیاتوي په دې برخه کې ورسره ولس پوره همکارې کړې او کوي یې .
د کابل امنیه قومندانۍ له لوري په یوه خپره شوې ویډیو کې د قتل په تور نیول شوی کس په خپل جرم اعتراف کوي او وایي چې د اسلامي امارت ځواکونو ونیوه .
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د کابل امنیه قومندانۍ مسوولینو په دې ښار کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ګڼ شمېر کسانو د نیولو راپورونه ورکړي وو او زیاته کړې یې وه چې هغوۍ یې د قانون منګولو ته سپارلي دي .