له مستوفیتونو څخه له ۱۱ میلیارده او ۳۳۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي
مالیې وزارت، په تېرو یوولسو میاشتو کې، د هېواد له مستوفیتونو څخه د ۱۱ میلیارډه ۳۳۶ میلیونه افغانیو عوایدو د راټولو خبر ورکړی دی.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د روان مالي کال په یوولسو میاشتو کې، د هېواد له مستوفیتونو څخه ۱۱ میلیارډه ۳۳۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړل شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله دوه میلیارډه ۱۰۰ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښیي.
خبر زیاتوي د عوایدو دغه زیاتوالی، د مالیې وزارت د مشرتابه د غوره مدیریت، د فساد پر وړاندې د ریښتینې مبارزې، په کاري ساحو کې د ژمنو او مسلکي کسانو ګومارل، سوداګرو، صنعت کارانو او اصنافو ته د مالیاتي جرایمو د معافیت، پر اصنافو (هټۍوالو) له ۱.۵ سلنې څخه ۰.۵ سلنې ته د مالیاتي نورم د راټیټولو او په مستوفیتونو کې مالیه ورکوونکو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو په پایله کې رامنځته شوی دی.