ملګرو ملتونو د دوو طالب چارواکو په سفر بندیز ولګاوه
ملګرو ملتونو پرون د دوشنبې په ورځ د هغه څه له امله چې د افغان نجونو د زدهکړو او تحصیل پر وړاندې سخت دریځ یادېږي، پر دوو طالب چارواکو د سفر بندیز ولګاوه.
اې اېف پي خبري اژانس د ځینو دیپلوماتانو په حواله لیکلي چې دغه بندیزونه د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو په چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت پر مرستیال سید احمد شهیدخېل لګول شوي.
خو دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د بي بي سي پښتو پاڼې مالومات ښيي چې د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر همدا اوس د ترکیې پر سفر بوخت دی.
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت یوې سرچینې تائید کړې چې عبدالباقي حقاني لا ترکیه کې دی.
پر دغو طالب چارواکو دا بندیزونه داسې مهال بېرته لګېدلي چې د طالبانو حکومت پر ۱۵ چارواکو د بندیزونو معافیت تېره ورځ پای ته رسېده.
د رپوټونو له مخې له دې ډلې د ۱۳ نورو طالب چارواکو د سفر معافیت دوه میاشتې نور هم غځول شوی دی.
دوی ته له بندیزونو دغه معافیت درې کاله وړاندې له امریکا سره د سولې مذاکراتو کې د ګډون په هدف د سفرونو لپاره ورکړ شوی و.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د دې پرېکړې په اړه مو د طالبانو حکومت د ویاند نظر هم وغوښت، خو تر اوسه یې زموږ پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
طالبانو د تېر کال اګست کې واک ته له رسېدو راهیسې افغانستان کې پر ښځو او نجونو ځینې محدودیتونه لګولي دي.
دوی د ښخو لپاره ځانګړی حجاب جبري کړی، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي تړلي او ښځو ته له شرعي محرم پرته له هېواده بهر د سفر اجازه نه ورکوي.
خو دغه محدودیتونه په کور دننه او بهر غبرګونونه سره مخ دي.
ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د طالبانو له حکومت غواړي چې ښځې زدکړو، کار او ازاد تګ راتګ ته پرېږدي.
د رپوټونو له مخې ځینو هېوادونو د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټه کې د دې غوښتنه هم کړې چې د نورو طالب مشرانو لپاره دې هم د سفر د بندیزونو معافیت پای ته ورسېږي.
خو له اوږدو بحثونو وروسته پر دې پرېکړه شوې چې دمګړۍ د ۱۳ طالب چارواکو د بندیزونو معافیت د ۶۰ ورځو لپاره وغځول شي.
د ملګروملتونو د بندیزونو لیست کې د طالبانو د تېر حکومت د ۱۳۵ غړو نومونه شامل دي چې له دې ډلې ځینې مړه او ځینې یې اوسنۍ اداره کې هم مهمې دندې لري.
په دوی کې د طالبانو د اوسني حکومت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند، د هغه د مرستیالانو، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه او د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور نومونه هم شامل دي.