کابل کې د شرابو یوه کارخونه او نشه‌يي توکي کشف شوي

د کابل امنیه قومنداني وایي په دوو بیلابیلو عملیاتو کې یوه د شرابو کارخونه او یوه اندازه نوي ډول نشته یي توکي کشف کړي او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي .
د کابل امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو د مبارزې مدیر عبدالله عزیزي په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د کابل ښار لسمې حوزې اړوند چهارقلعه وزیراباد سیمه کې د شرابو کارخونه کشف کړې او په تړاو یې یو کس نیولی دی .
دی وایي امنیتي کسانو د کابل ښار اوولسمې حوزې اړوند سیمه کې هم درکسان له ۲۵ بوتله یو ډول نویو نشه یي توکو سره نیولي دي.
د کابل امنیه قومندانۍ د روانې غبرګولي میاشتې په ۳۱ مه هم ویلي وو چې امنیتي ځواکونو دوه د شرابو کارخونې او یوه اندازه نشه یي توکوي کشف کړي او په تړاو یې ۱۲ کسان نیولي دي .

 

%d bloggers like this: