امریکا: په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کو

د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي هېواد یې په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي.

د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال وايي، چې متحده ایالات د طالبانو د حکومت له چارواکو سره ځینې تماسونه لري خو زیاتوي چې دا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه ده.

ډونالډ لو قرغزستان ته د سفر پرمهال له آزادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل، چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حقونو ته درناوی وکړي او همداراز ټولشموله حکومت جوړ کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې متحدایالات په افغانستان کې د پوځي او وسله والو مقاومتونو ملاتړ هېڅکله نه کوي.

: “د متحدوایالتونو حکومت په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي. موږ هېڅکله د هغو وسله والو نښتو ملاتړ نه کوو چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې روان دي. زموږ په نظر بریا هغه مهال ممکنه ده چې طالبان داسې یو رښتینی حکومت جوړ کړي چې په پرېکړو کې یې ټول افغانان ځان شریک وګڼي. موږ هېڅکله د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو. فکر کوم د افغانستان خلکو څلوېښت کاله د وینو بهېدل تجربه کړل او اوس باید دا لړۍ بنده شي.”

همداراز په متحدوایالتونو، بریتانیا او جرمني کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه لو وویل، ټول غواړي دا یقین ترلاسه کړي چې دا پیسې د افغانستان د خلکو له خوا او د دوی پر اړتیاوو لګول کېږي، نه د اداري فساد یا د پوځي پروژو پر چارو.

متحدوایالاتو د افغانستان بانک نهه نیم میلیارد ډالره شتمنۍ تېرکال وروسته له هغه کنګل کړې چې طالبانو د زمري په ۲۴مه کابل ونیوه

%d bloggers like this: