بینیت په کابل او مزار کې د وروستيو بریدونو د څېړلو غوښتنه وکړ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې په کابل او مزارشریف کې وروستي بریدونه باید په خپلواک او بشپړ ډول وڅېړل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت په یوه ټویټ کې په افغانستان کې د ترهګرو بریدونو د دوام په هکله د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د کابل او مزارشریف په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶ ماشومان وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل ټویټ کې ویلي، چې هغه د وروستیو او نورو بریدونو په اړه بشپړو، خپلواکو او سرچینو لرونکو پلټنو ته اړتیا لري.

 بلخوا افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مسوول ویلي، چې تېرو دوو ورځو کې کابل او بلخ کې ۱۶ ماشومان وژل شوي دي.

افغانستان کې د یونیسف مسوول محمد اګ ایویا په یوه ټویټ کې د ماشومانو پر وژل کېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې باید د ماشومان پر وړاندې تاوتریخوالی ودرول شي.

هغه زیاته کړه  چې تېرو دوو ورځو کې ۱۶ ماشومان په کابل او بلخ کې او یو بل په روزګان کې د ماین چاودنې له امله مړه شوي دي.

هغه د دغو ماشومانو له کورنیو سره د همدردۍ تر څنګ ویلي، چې ماشومان باید د لویانو د نښتو تاوان ورنه کړي او تل باید خوندي وي.

وړمه ورځ بیا د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یو ویډیو پېغام کې وروستي بریدونه د بشر ضد عمل وباله او ډاډ یې وکړه چې ددې بریدونو تنظیموونکی به ډېر ژر ونیول شي.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading