ننګرهار کې د زده کوونکو لپاره صنفونه او يوه مجهزه کتابخانه جوړه شوه
د ترکیې هیواد له لورې ننګرهارکې د انجونو د یوه ښوونځي زده کوونکو لپاره صنفونه او يوه مجهزه کتابخانه جوړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
د ترکيي سفیر وايي ترکیه له افغانستان سره په ښوونیز بهیر کې د مرستو دوام ته ژمنه ده او دغه لړۍ به يې همداشان دوام وکړي.
بلخوا په ننګرهار ولایت کې د افغان ترک ليسې څخه په څلورمه دوره کې ۴۷ زده کوونکې له دولسم ټولګي فارغ شول چې د ترکېې سفیر او سیمه ییزو مسولینو له لورې پرې د فراغت سندونه ووېشل شول.
د ترکيې هیواد په مالي لګښت په جلال اباد ښار کې د نازو انا د انجونو ښوونځي زده کوونکو لپاره د صنفونو او مجهزي کتابخوني د جوړيدو مراسم!په دې مراسمو کې د ننګرهار د سیمه ییزو مسولینو ترڅنګ په کابل کې د ترکيې سفیر او ورسره مل پلاوي هم ګډون کړي و.
د ترکېې سفیر وايي ترکیه پوهنیز بهیر کې مرستو کولو ته ژمنه ده ، او په ننګرهار کې د دغه ښوونځي ودانۍ جوړیدل يې د مرستو د دوام او ژمنتیا ښه بیلګه بلل کیږي.
جهاد ارګینا په افغانستان کې دترکيي سفیر:(( موږ غواړو چې دافغانستان سره دغه ډول اړیکي نورې هم زیاتې شي په دې برخه کې چې زموږ په توان کې څومره وي له افغانانو به يي نه سپموو))
د ننګرهارد پوهنې رئیس بیا د ترکيې هیواد څخه د مننې ترڅنګ د پوهنې په برخه کې د ګڼ شمیر نورو بې سرپناه ښوونځيو ته د ودانيو او يو شمیر ښوونځيو ته د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو غوښتنه هم وکړه .
بلخوا د ترکيې سفیر په ننګرهار کې د افغان ترک لېسې د څلورمې برخې د فارغو زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې هم ګډون وکړ او د دغه بهیر د دوام ترڅنګ يې د ترکېې هیواد له لورې د لوړو زده کړو په برخه کې په راتلوونکي کې د سکالر شیپونو د زیاتیدو یاده هم وکړه .
احمد اوغلو په افغانستان کې دترکيي هیواد دپوهنې دبرخې مسول
: ((تیرکال موږ ۳۸۰ زده کونکي دلوړوزدکړولپاره ترکيي ته ولیږل اوسږکال به انشاالله موږ۴۰۰ زده کونکولپاره ترکیه کې دلوړوزدکړو لپاره زمینه برابره کړو))
د يادونې وړ ده چې ترکېې هیواد په دې ولایت کې د پوهنې په برخه کې په تېر کې هم يو شمیر رغنیزه چارې ترسره کړي او سفیر يې وايي چې د مرستو دا لړۍ به يې دوام ومومي.