مجیب الرحمن له ۲۰ اوریز نړیوال جام څخه بهر شو
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمن د لاس د ګوتې د ټپ له امله د نړيوال جام له لوبو بهر شو.
د کرېکټ نړيوالې شورا ویلي د مجیب الرحمن پر ځای به د نړيوال جام په پاتې لوبو کې پیلیز توپوهونکی حضرت الله ځاځی د افغان لوبډلې په ۱۵ کسیزه نوملړ کې شامل شي.
حضرت الله ځاځی د نړيوال جام لپاره په احتیاطي لوبغاړو کې و.