ملګري ملتونه: غزه کې د ناچاوده توکو پاکول به ۱۴ کاله وخت ونیسي

په عراق کې د ملګرو ملتونو د ماینونو پر وړاندې د مبارزې مشر ویلي، پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله ۳۷ مېلیونه ټنه پاتې شوني ډېرۍ شوي چې د ناچاوده بمونو څخه ډکې دي. پهر لودهمار ویلي، ۶۵ سلنه نړېدلې ودانۍ د خلکو استوګنځي وو او د دغو ودانیو د کنډوالو پاکونه به ۱۴ کاله وخت ونیسي. د غزې تړانګې پراخې برخې د اسراییل د بریدونو په پایله کې په کنډواله بدلې شوې. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، هغه مرمۍ چې توغول شوې لس سلنه یې ناچاوده پاتې دي او باید د ماین پاکۍ د ډلو له‌خوا پاکې شي. په غزه کې د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو پر بنسټ، د اکټوبر له اومې نېټې تر دې دمه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې څه د پاسه ۳۴ زره کسان وژل شوي دي.ملګري ملتونه: غزه کې د ناچاوده توکو پاکول به ۱۴ کاله وخت ونیسي

Leave a Reply

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading