افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړصندوق یونیسف یو چارواکی وایي، په لنډه موده کې په ننګرهار کې د پولیو د درې مثبتو پېښو ثبتېدل د ډېرې اندېښنې وړ ځکه ده چې د پولیو مثبت ویروس په سیمه کې فعال دی او د هېواد نورو سیمو ته یې د سرایت خطر زیات دی.
په افغانستان کې سږ کال د پولیویا ګوزڼ ناروغۍ لومړۍ مثبته پېښه د تېرې غویي یا ثور میاشتې په ۲۲مه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوه چې دوه ورځې وروسته یې دویمه مثبته پېښه د دې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې تثبیت شوه.
د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مشر کمال شاه زیاته کړه چې یونېسف د دغه وضعیت د کنټرولو لپاره یو لړ لارې چارې سنجولي چې د خپلو شریکانو په مرسته د راروانې جون میاشتې په دولسمه په سیمه کې د پولیو ضد واکيسن یو کمپاین هم پهکې شامل دی.