نن د هندوستان په آی پي ایل کې پایلوبه ترسره کیږي

نن د هندوستان په کورني لیګ آی پي ایل کې پایلوبه ترسره کیږي دا لوبه د افغانستان پروخت شپږ نیمې بجې پیلږي چې پکې به ګجرات لوبډله د خپلې سیالې چیناس سوپر کینګز سره خپل بخت و ازمایې، تر دې دمه ګجرات او چینای څلور لوبې ترسره کړي چې درې پکې ګجرات او یوه بیا چینای لوبډلې ګټلې،
ګجرات لوبډلې په لومړۍ نېمه پایلوبه کې چینای لوبډلې نه ماته خوړلې وه خو په دوهمه نېمه پایلوبه کې ممبې لوبډلې ته ستره ماته ورکړه،
د هندي رسنیو او کرکټ مبصرینو په اند ډېر ویل کیږي چې د سږکال اتلولي به چینایې لوبډله ترلاسه کوي خو بل طرف یو شمیر پخواني لوبغاړي بیا په دې نظر دي چې د شبمن ګيل راشد ارمان او هاردیک پانډیا په شتون کې شونې نه ده چې د ۲۰۲۳ م کال آی پي الی سیالیو اتلولي دي چینای لوبډله وګټې
د هندوستان په تجارتي آي پی ایل سیالیو کې لس لوبډلې ګډونوالې چې پکې کلکتې، بنګلور، راجستان، لکنؤ، ممبې انډینز، ډهلي کيپټلز سنریز حیدر اباد، او پنجاب کینګز لوبډلې د مخکې نه بهر شوې وي.
یاده دې وي چې تیر کال د آی پي ایل سیالیو ګټونکې لوبډله ګجرات وه او داځل به کوشش کوي چې د خپلې اتلولۍ څخه دفاع وکړي.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading