افغان او ایراني پانګوال افغانستان کې ګڼې تولیدي فابريکې فعالوي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغان او ایراني سوداګرو له هغه ګډ پلاوي سره لیدلي، چې وايي په افغانستان کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ابتدايي پانګې ګڼې تولیدي فابریکې فعالوي.
د مولوي عبدالکبير دفتر وايي یادو سوداګرو زیاته کړې، چې د وخت په تېرېدو به دوی د خپلې پانګې کچه نوره هم لوړه او ګڼو افغانانو ته به د کار زمینه برابره کړي. د سرچينې په وينا دوی زياته کړې، چې په تېر نظام کې یې هم په افغانستان کې کار او فعالیت پیل کړی و، خو د فساد او د دولت د نه همکارۍ له کبله یې خپل کارونه ودرول. ایراني سوداګرو ويلي، غواړي له افغان سوداګرو سره په ګډه یو ستر شرکت جوړ او په افغانستان کې د کانونو او صنعت په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. دوی له ا.ا څخه په دې اړه هر اړخیزه همکاري غوښتې ده. مولوي عبدالکبیر ويلي، دوی د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو هرکلی کوي او هر ډول اسانتیاوې ورته برابروي.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading