روسیې: ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه جګړه وغځېږي
د روسیې حکومت وايي، که اوکراین د دوی له لوري نیول شوې سیمې په رسمیت ونه پېژني، د روانې جګړې حل ناشونی دی.
د روسیې د جمهور رییس ویاند دیمیتري پیسکوف تېره ورځ ویلي، که اوکراین د روسیې نوي قلمرو په رسمیت ونه پېژنې، ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه جګړه وغځېږي.
هغه دغه راز د اوکراین د جمهور رییس هغه غوښتنه هم رد کړې چې ویلي وو، روسي ځواکونه باید له اشغال شویو سیمو څخه ووځي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې وړمه ورځ د اوکراین جمهور رییس له روسېې غوښتي چې خپل ځواکونه د اوکراین له اشغال شویو سیمو څخه وباسي.
روسیې شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د اوکراین څلور سیمې، دونیڅک، لوهانسک، زاپوریژیا او خرسون د خپلې خاورې برخه اعلان کړې، خو روسي ځواکونه پر دغو سیمو بشپړ نه دي واکمن شوي.