ټرمپ: امريکا هغه ملت دی چې افغانستان کې تسلیم شو

دامريکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ‌ چې له واکه تر لرې کېدو وروسته يي  خپلو ملاتړو په یوه لويه غونډه کې خبرې کولي وویل که دی په واک کې وی او سر اعلی قومنداندددا وای هغه څه به په افغانستان او اوکراین کې نه وی پېښ شوي‌ چې د بایډن حکومت ترسره کړل.

دده په وینا امریکا اوس هغه ملت دی چې په افغانستان کې تسلیم شوی دی.

ټرمپ وايي امریکا په افغانستان کې سلګونه وژل شوي سرتېري، د پنځه اتیا میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات او سلګونه امریکايي‌ وګړي‌ تر شا پرېښودل او امریکایان هغه ملت دی چې په افغانستان کې تسلیم شوی دی.

هغه همدا راز وویل امریکا په اوکراین کې تسلیم شوه او اجازه یې ورکړه چې زرګونه کسان ووژل شي‌ او د اوکراین خاوره د روسي ځواکونو له لوري و نیول شي.

هغه د بایډن پر پالیسیو پراخې نیوکې کړې او ادعا کوي چې په لومړي دور ټاکنو کې بریالی و.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading