د ودانیزو او لوژستیکي شرکتونو ټولنه د ترسره شویو پروژو پیسې غواړي

د افغانستان د ودانیزو او لوژستیکي شرکتونو ټولنې د خپلو هغو پورونو غوښتنه کړې، چې له مودو راهیسې یې پر سکتوري وزارتونو پاتې دي.

دغې ټولنې په یوه لس ماده يیز پرېکړه لیک کې له حکومته غوښتي چې د ترسره شویو پروژو پیسې یې ورکړي، د مالي حسابونو او بهر ته د تګ بندیزونه ترې لیرې کړي.

د سړک جوړونې د شرکتونو رئيس انجنير محمد ناصر محتسبزاده په خپلو خبرو کې وویل چې خصوصي سکتور په هېواد کې د کارموندنې په برخه کې مهم رول لوبوي او حکومت باید له خصوصي سکتور څخه ملاتړ وکړي.

ددغې غونډې یوه برخوال د خپلو خبرو پر مهال وویل، حکومت باید د هغو پروژو په اړه پرېکړه وکړي، چي چارې یې نیمګړې او د ودانیزو شرکتونو تخنیکي وسایل هم ورسره بند پاتې دي.

بله خوا د ټولګټو وزارت وایي دغه پروژې تر ډېره د نړیوالو بنسټونو اړوند دي، چې ددې ادارو د فعالیت له بندېدو سره د یادو پروژو چارې هم بندې شوې دي.

ددغه وزارت سرپرست عبدالمنان عمري وایي، هڅه یې دا ده، چي یادو ادارو ته د پروژو د بیا پېلیدو او پیسو د لېږد په برخه کې قناعت ورکړي.

د حکومت د مالیې وزارت مني ، چي د تېر حکومت، نړیوالو ادارو او افغان ودانیزو شرکتونو تر منځ د ترسره شوو پروژو پیسې نه دي ورکول شوې.

دغه وزارت وایې ددغه ډول پروژو څه باندي ۱۰۰ میلیارده افغانۍ پور له تېر حکومت نه دوی ته په میراث پاتې دی.

احمد ولي حقمل وایي، دوی د وزارتونو په کچه یوه کمېټه ټاکلې چې د دې پروژو په اړه چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي د څرنګوالي او شتون په اړه یې ارزونه وکړي.

 

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading