د بښنې نړیوال سازمان: دافغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی بند شي
د بخښنې نړیوال سازمان په یو شمېر هېوادونو کې د افغان کډوالو کړېدلو ته په اشارې ویلي چې باید د دغو کډوالو په وړاندې تاوتریخوالی بند شي.
دغه سازمان تيره ورځ د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغان کډوال په ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، مالیزیا او ترکیه کې د نړیوالو قوانینو په اساس له خپلو حقوقو څخه برخمن نه دي.
یاد سازمان ټينګار کړی دی چې د افغان کډوالو په وړاندې له تاوتریخوالي ډکې پېښې او د بشري حقونو څخه جدي سرغړونې “وېره او وحشت” لري او د دغه ډول وحشتناک چلند سره سره زیات هیوادونه له دغه سترو کړاونو څخه سترګې پټوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس، د کډوالو حقوق د بشر اساسي حقوق دي او کډوالو ۱۹۵۱ کنوانسیون او د ۱۹۶۷ پروتوکول د کډالو له حقوقو څخه ملاتړ کوي چې په هغه کې د روښانه دلایلو پرته د ایستلو حق. د کار، ځای، زده کړو حقوق، بشري مرستې، د مذهب آزادي، عدلي مرکزونو ته لاس رسی، د تګ راتګ آزادي او د سفر لپاره د پېژندنې اسناد لرل هم شامل دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو کړکېچ په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو اوږد مهاله ناوړه وضعیت بللی او ویلي یې دي چې اوس مهال څه باندې شپږ میلیونه افغانان د جګړو، تاوتریخوالي او فقر له امله له خپلو کورونو او هیواد څخه بې ځایه شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد څخه د کډوالو بهیر نور هم زیات شوی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې په زور د افغان کډوالو ایستل ژر تر ژره پای ته ورسوي او په هېواد کې د وضعیت تر سمېدو پورې دې انتظار وکړي.
همدارنګه یاد سازمان له دولتونو څخه غوښتي چې ټولو افغانانو ته د پناه غوښتلو یو روښانه، شفاف او اغېزمن سیستم برابر کړي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي هغه سختۍ چې افغان کډوال ورسره لاس او ګرېوان دي، دا د هغوی د غږ اورېدو او د هغوی له حقوقو څخه د دفاع لپاره د هغوی ملاتړ څرګندوي.