ننګرهار کې چاودنې ۲۷ کسان مړه او ټپیان کړې

د ننګرهارولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې چاودنه شوې چې دوه کسان پکې وژل شوي او له ۲۵ ډېر نور ټپیان دي.
د طالبانو ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي، چاودنه یوه موټر پورې له نښلول شوي بم له امله د شیر ګړ په نامه بازار کې رامنځ ته شوې ده.
چاودېدونکي توکي د ولسوالۍ د روغتیا د یوه چارواکي موټر پورې نښول شوي وو.
په غني خیلو کې د روغتیا دبرخي مشري د قاري هجرت الله په نامه د طالبانو یو غړی کوي چې په دغه پېښه ټپي شوی دی.
بي بي سي ته ویل شوي چې په دغه پېښه کې ۳۶ کسان ټپیان شوي او د ځینو حالت د اندېښنې وړ دی.
په پېښه کې د طالبانو پنځه سرتیري هم ټپیان شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسوولیت په غاړه نه ده اخیستی.
غني خیل د ننګرهار له هغو ولسوالیو ده چې د تېر نظام په وروستیو کې د داعش ډلې پکې فعالیتونه درلود.

 

 

%d bloggers like this: