امریکایی جنرال وایي د داعش ځپلو لپاره دې له اسلامي امارت سره همکاري وشي

د امريکا پوځ مرکزي قومندانۍ لپاره د سپينې ماڼۍ نوماند جنرال اېرېک کورېلا وایي چې امریکا د داعش خراسان څانګې د ځپلو لپاره له اسلامي امارت سره له نېږدې همکاري کولی شي، څو د دغه ګواښ مخه ونیول شي
کورېلا همدارنګه ویلي چې په افغانستان د داعش او القاعده ډلې پر اهدافو بریدونه ناشوني نه دي
که څه هم د نوموړي څرګندونو ته د افغانستان اسلامي امارت کوم غبرګون ندی ښودلی خو له دې وړاندې خو له دې وړاندې یی ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې ځای نه لري
یو شمېر امريکایي رسنيو په رپوټونو کې راغلي چې په منځني ختيځ او منځنۍ اسيا کې د امريکایي ځواکونو د څارنې لپاره د امريکا د ولسمشر جو بايډن نومول شوي جنرال په افغانستان کې د داعش ځپلو لپاره له اسلامي امارت سره د همکارۍ احتمال په ډاګه کړی دی
د امريکا پوځ مرکزي قومندانۍ لپاره د سپينې ماڼۍ نوماند جنرال اېرېک کورېلا په یوه استماعیه غونډه کې د يوه سناتور د پوښتنې په ځواب کې ويلي، (( زما په شخصي نظر داسې عملي بېلګې شته چې موږ کولی شو د داعش خراسان ډلې د ګواښ پر وړاندې سره يو ځای شو د امريکايانو له وتلو وروسته په افغانستان کې د داعش او القاعدې پر اهدافو هوايي او يا له بل هېواده بريدونه ګران خو ناشوني نه دي))
امريکايي جنرال دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې تېره ورځ امريکا د داعش خراسان څانګې پر مشر ثنا الله غفاري او هغو کسانو چې د کابل هوايي ډګر خونړي بريد کې ښکېل وو د هر يوه پر سر لس ميليونه ډالرو نغده جايزه وټاکله
داعش خراسان ډلې په دې وروستيو مياشتو کې په افغانستان کې بريدونه زيات کړي دي
له وړاندې د امریکا استخباراتو اټکل کړی و چې داعش خراسان څانګه کولی شي افغانستان کې د پښو ټېنګېدو ځای پیدا کړي او ورسره زورور بریدونه وکړي
د امريکا د ولسمشر جوبايډن ادارې په وار وار کانګرېس ته ډاډ ورکړی چې په خليج کې د امریکا له پوځي امکاناتو په کارولو سره د داعش او القاعدې پر اهدافو د بريد وړتيا لري
داعش خراسان څانګې په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان کې د خپل حضور اعلان وکړ، او په تېرو څو کلونو کې یې د اسلامي امارت او پخواني حکومت پر وړاندې سختې جګړې وکړې
د تېر کال اګست کې چې اسلامي امارت واک ته ورسېدل اټکل کېده د داعش د غړو شمېر به ۲۲۰۰ تنه وي خو وويل شول چې د وسله والو شمېر یې ۴۰۰۰ ته رسېږي
دغه ډلې د اسلامي امارت حکومت لومړنۍ میاشتې د امنیت له اړخه وننګولې، کابل، کندوز او کندهار کې یې ځانمرګي بریدونه وکړل او اسلامي امارت ته یې وریاده کړه چې دا ډله ورته یو ګواښ پېښولی شي
خو د افغانستان اسلامي امارت بیا ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې ځای نه لري او د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-60307397

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading