په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر زیاتېدو په اړه یو وار بیا ملګرو ملتونو اندېښنه وښوده

یونېسف وایي په ۲۰۲۲کال کې به په افغانستان کې تر درې ملیونو او دوو لکو زیات ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي
بلخوا د افغانستان د عامې روغتیا ویلي، دخوارځواکۍ د مخنیوي په ګډون په ځینو مهمو برخو کې نړیوال بانک مرستې کولې اواوس چې دا مرستې بندې شوي په روغتیايي برخه کې یې یو بحران جوړ کړی دی
په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر زیاتېدو په اړه یو وار بیا ملګرو ملتونو اندېښنه وښوده
یونسیف خبرداری ورکړی، که په دې برخه کې ژر تر ژر اقدام ونه شي، لېرې نه ده چې یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شي
د ماشومانو د ملاتړ ادارې تر دې وړاندې هم پر خوارځواکۍ د افغان ماشومانو د اخته کېدو په تړاو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې اوسمهال له هر دوو افغان ماشومانو څخه یو یې پر خوارځواکۍ اخته شوی دی؟
یادې ادارې همدارنګه ویلي چې کېدایشي د روان میلادي کال تر وروستیو ۳.۲ میلیونه افغان ماشومان پر دې ناروغۍ اخته شي
مورت وویل (( یونېسف اټکل کوي چې په ۲۰۲۲کال کې به څه باندې درې ملیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي ))
په یو بل خبر کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره به د افغان ماشومانو د حالت ښه کېدو او د روغتیایي سکټور پیاوړتیا لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.په هېواد کې تر سیاسي بدلون وروسته د افغانانو اقتصادي حالت سخت کمزوری شوی او ډېری افغانان له لوږې او بېوزلۍ سره مخ دي
پر خوارځواکۍ د افغان ماشومانو د اخته کېدو دلیل هم فقر او بېوزلي یاده شوې ده
د تغذیې متخصص، ډاکټر محمد همایون لودین په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د ستونزې د حل لپاره ځینې وړاندیزونه لري
لودین وایي د دغو ماشومانو درملنه په عاجله توګه اړینه ده نړیواله ټولنه دې په دوو برخو کې ډېره مرسته وکړي په خوارځواکۍ د ټولو اخته ماشومانولپاره د روغتیايي او د خوارځواکۍ د درملنې د خدمتونو مهیا کول. او دوهم اقتصادي وده ده که دغه ماشومان تداوي شي، بېرته په خوارځواکۍ اخته کېږي.ځکه په کور کې یې خواړه نه شته نړیواله ټولنه دې د خلکو د اقتصاد د احیا لپاره کور پر کور مرسته وکړي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالباري عمر ویلي، دخوارځواکۍ د مخنیوي په ګډون په ځینو مهمو برخو کې نړیوال بانک مرستې کولې چې اوس دا مرستې بندې شوي او په روغتیايي برخه کې یې یو بحران جوړ کړی دی
د عمر په خبره، د افغانستان روغتیایي سکټور ۸۸ سلنه پر بهرنیو مرستو ولاړ و چې د مالي مرستو په بندېدو سره‌ په افغانستان کې څه باندې۲،۳۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

https://pa.azadiradio.com/a/31694063.html

Translate »
%d bloggers like this: