یونیسف: بشري مرستو ته د اړو افغانانو له ۵۲ فیصدوڅخه زیات یې ماشومان دي
یونیسف د سه شنبې د ورځې ناوخته مارچ۲۶( حملاووم) په یو راپور کې ویلي چې د اټکل له مخې د تیر ۲۰۲۳ کال د نومبر او د ۲۰۲۴ کال د مارچ د میاشتې ترمنځ په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب وضعیت هم خراب شوی او ددې احتمال شته چې په دغه هیواد کې شاوخوا ۱۶ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب د ستونزې سره مخ شي.
د یونیسف په دې راپور کې ویلي چې د ټولو هغو کسانو له ډلې چې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي، ۳.۶ میلیوونه یې په بیړني ډول او ۱۲.۳ میلیونه نور یې په بحراني وضعیت کې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي.
په دې راپور کې ویل شوي:”په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۲.۴ میلیونو ماشومانو په ګډون ۲۳.۷ میلیونه کسان [افغانستان کې] بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري”.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې افغانستان د احتمالي طبیعي پیښو د ګواښونو لکه سیلابونه، زلزلې، د وارو او یخ د ټوټو ښوېیدلو او ځمکې ښوېیدلو او وچګالۍ سره چې تر ډیره د غرنیو سیمو د شتون او د چاپیریال د تخریب له امله رامنځ ته کیږي هم مخ دی.
ددغه راپور پر اساس ددې احتمال شته چې د ۲۰۲۴ کال په دوبي او د هغې وروسته د سیلابونو په څیر نه اټکل شویو سختو طبیعي پیښو له امله د اقلیم د بدلون د اغیزو پر اساس ددغه هیواد د کرهڼې سکټوراو زیربناو ته زیان ورسوي.
په دې راپور کې ویل شوي:”د ۲۰۲۴ کال د بشردوستانه اړتیاو د ځواب ویلو د وړاندیز (HNRP)د موندنو له مخې نږدې ۱۸۰ زره کسان د طبیعي پیښو د خطرونو سره مخ دي چې ۵۴ فیصده یې ماشومان دي”.
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې د معلوماتو له مخې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر یو میلیون او ۴۱ زره ماشومان چې په سختې خوارځواکۍ اخته وو د افغانستان په ۳۳۰۰ روغتیايي مرکزونو کې معاینه شوي دي.