ډېوېډ : بشپړ ډاډ نشته چې امریکا به بیا افغانستان کې نه ښکېلېږي

له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د پوځي ځواک د وتلو د کلیزې پوره کېدو په درشل کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي‌ ځواکونو یوه پخواني قوماندان ‘جنرال ډېوېډ پېټرېیس’ ویلي امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال سترې تېروتنې کړې.
جنرال پېټرېیس په اتلانتیک خپرنۍ کې په یوه خپاره کړي تحلیل کې زیاته کړې چې له افغانستانه د امریکا له وتلو سره دا هم نشي ویل کېدی چې بیا به یې پښه په یو ډول نه ورښکېلېږي.
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې یا سي آی اې پخواني مشر او متقاعد جنرال ډېوېډ پېټرېیس اتلانتیک خپرنۍ ته په یوه شننه کې دا هم ليکلي چې امریکا په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلې.
جنرال پېټرېیس چې د باراک اوباما د حکومت پر مهال يې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قوماندان په توګه دنده پرمخ وړې ویلي چې له افغانستانه د امریکا له وتلو سره نه بې پایه جګړې ختمې شوې او نه هم په هغو کې د امریکا ښکېلتیا.
هغه ليکلي دا هم نشي ويل کېدی چې د امریکا پښه به یو وار بیا هلته نه ورښکېلېږي.
دغه پخواني امریکايي جنرال زیاته کړې، که څه هم افغانستان په اټکلېدونکې راتلونکې کې په یوه پرمختللې لیبرال دیموکراسۍ نه بدلېدله خو لرلیدونه یې حتمن تر نن ډېر روښانه وو.
هغه ټینګار کړی چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د مداخلې په خاطر اوس دا د امریکا مسؤولیت و هر څومره وخت یې چې نیولی، په دې لاره کې يې باید مرستې ته دوام ورکړی وی.
پېټرېیس په دغه لیکنه کې ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو پر افغانستان هم وېجاړوونکې اغیزې پرې اېښې.
هغه ویلي اوس هلته څلوېښت مېلیونه نفوس چې امریکا يې تر دوو لسیزو ملاتړ وکړ د ځپنې او محرومیت داسې راتلونکې سره مخ شوي چې په را روانو کلونو کې ښايي پکې اسلامي افرطپالنه هم وده وکړي.
له افغانستانه د امریکا د وتلو د یو کلنۍ د پوره کېدو په درشل کې په خپله خپره کړې لیکنه کې دا ډول وتل د دې لامل بللي چې نور هېوادونه هم امریکا ته د یوه باور وړ شریک او همکار نه بلکې د مخ پر ځوړ زبرځواک په سترګه ورته ګوري.

 

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading