پوتین: د اوکراین کړکېچ حل لاره اسانه نه ده، خو باید مذاکرات وشي
لینکن د لاوروف د تيلفوني اړيکې څخه د هرکلي تر څنګ وویل که روسیه واقعاً د جګړې او یرغل نیت نه لري، نو د دې وخت دی چې خپل ځواکونه په شا کړي. پوتین وايي لويديځ «زموږ پر غوښتنو باندې سترګي پټي کړي دي.»
د روسيې ولسمشر، ولاديمیر پوتين پر امریکا او ناټو باندې تور ولګاوه چې د اوکراین په بحران کې ېې د روسیې پر امنيتي اندېښنو سترګې پټې کړي دي.
پوتین د سه شنبې په ورځ د هنګري له صدراعظم، ويکتور اوربان، سره په یو خبري کنفرانس کې وويل: «موږ به د متحده ایالاتو او ناټو کتبي ځوابونه په دقت سره تر تحلیل لاندې ونیسو. خو له اوس نه روښانه ده چې په نهایت کې د روسیې اندېښنې نادیده ګڼل شوي دي.» هغه امریکا تورنه کړه چې له اوکراین څخه «ابزاري» استفاده کوي.
متحده ایالاتو او روسیې تیره اوونۍ د «امنيتي ضمانتونو» په هکله د روسيې درخواستونو ته په کتبي بڼه ځواب ورکړ. د پوتين له غوښتنو څخه يوه يې په ختيځ کې د ناټو د پرمختګ انصراف دی او دا چې لوېديځ بايد د دې تضمين وکړي چې اوکراین هيڅکله د ناټو له تړون سره نه يو ځای کيږي. امریکا او ناټو د روسيې دغه غوښتنه رد کړې او ويلي يې دي چې هیوادونه د خپلواکۍ حاکميت او د خپلو متحدانو په انتخاب کې د تصمیم ګیرۍ حق لري، خو د ختيځې اروپا په هیوادونو کې چې د پخواني شوروي اتحاد له غړو څخه ګڼل کیږي، د امریکا د غیرمتعارف وسلو په اړه کیدای شي خبري اترې وشي.
حل لارې ته د پوتين هیلې او د اوکراين په اړه ېې اندېښنې
د فرانسې خبري آژانس په حواله پوتين ویلي دي: «هیله مند يم چې موږ وشو کړی په پای کې یوه د حل لاره پیدا کړو.» خو هغه په عین حال کې ټينګار وکړ چې د حل ېوې لارې ته لاسرسی به «اسانه نه وي.»
پوتین د هنګري صدراعظم، ويکتور اوربان سره
د روسیې ولسمشر وويل چې د واشنګټن اصلي هدف د روسيې «مهارول» دي او «اوکراین یوازې یوه وسیله ده تر څو موږ په یو پوځي کړکېچ لور ته وکاږي.»
که څه هم روسيې د وروستيو اوونیو په جریان کې د اوکراين سرحد ته نژدې خپل له ۱۰۰ زرو ډېر عسکر او درانه پوځي تسلیحات ځای پر ځای کړي، خو د کرملين چارواکي وايي چې پر اوکراین د حملې نیت نه لري.
د رويټرز خبري آژانس په حواله، پوتين په دغه خبري کنفرانس کې د یوې جګړې له خطر څخه خبرداری ورکړ. هغه د دغه خطر منشا له ناټو سره د اوکراین احتمالي پیوستون او له روسيې څخه په قهرجن شکل د کریميا ټاپو د بیرته نیولو له پاره د دغه هیواد احتمالي هڅه وګڼله.
پوتین وويل: «یوه شيبه تصور وکړئ چې اوکراین د ناټو غړی دی او لاس په پوځي عملیات پورې کوي. آیا هغه وخت موږ بايد د ناټو بلاک سره په جګړه کې ښکیل شو؟ آیا چا په دې هکله فکر کړی دی؟ څنګه چې ښکاري، نه.»
د روسیې ولسمشر روښانه کړه چې بايد د ټولو د امنیت د تامين له پاره لارې چارې پیدا شي. هغه هیله مندي وښوده چې د اوکراین په اړه خبرې اترې ادامه پیدا کړي تر څو د «منفي سناریوګانو»، د هغې له ډلې د یوه جنګ مخنیوی وشي.
د خبرو ادامې ته د چمتوالي ډاډ
د روسيې د بهرنيو چارو وزیر، سرګي لاوروف، د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱) وويل چې بلینکن ورته ډاډ ورکړ چې واشنګټن د مسکو د امنيتي اندیښنو په اړه خبرو اترو ته تیار دی.
لاوروف له بلينکن سره تر ټيلفوني خبرو وروسته په یوه ويډيويي پیغام کې ويلي دي: «موږ پر صادقانه خبرو او صادقانه توضیحاتو باندې ټينګار کوو؛ دا چې ولې لويديځ خپلو ژمنو ته ژمن نه دی او یا یوازې په انتخابي او د خپلې ګټې په صورت کې د ژمنو عملي کولو ته تیار دی.»
سرګي لاوروف او انتوني بلینکن
لاوروف زیاته کړه: «بلینکن ټينکار وکړ چې دغه موضوع د لا ډيرو خبرو اترو ځای لري.»
امريکايي چارواکو بیا د لاوروف او بلینکن تر منځ تليفوني خبرې د بلینکين له څرګندونو څخه بيان کړي دي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي چې د نوم له ښودلو څخه یې ډډه کړې وويل چې بلینکن لاوروف ته ویلي دي: «که چیرته ولسمشر پوتين واقعاً د جګړې او په [اوکراین کې] د رژیم د بدلولو قصد نه لري، نو د دې وخت دی چې خپل پوځي ځواکونه او درنې وسلې پر شا کړي او په فعالانه توګه دې په جدي مذاکراتو کې راګډ شي او دغه کار د ټولې اروپا د امنيت تقویه کونکی دی.»
پر اوکراین یرغل او عواقب يې
د امریکا د بهرنيو چارو وزير په عین حال کې خپل روسي سیال ته خبرداری ورکړی چې پر اوکراین باندې یو پوځي یرغل به د روسيې له پاره «چټک او جدي عواقب» ولري او کرملین باید د اوکراين په بحران کې نور هم د «ډيپلوماسۍ لاره تعقیب کړي.»
د فرانسې خبري آژانس په حواله، بلینکن په دغې ټيلفوني اړيکه کې لاوروف ته یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا متحده ایالات د اوکراین یا د بل هر هیواد د «ځمکنۍ بشپړتیا او حاکميت» څخه ملاتړ کوي او دا د هیوادونو حق بولي چې د خپل هیواد د «بهرني سیاست او متحدانو» په هکله تصمیم ونیسي.
بلینکن له دې سره جوخت، اعلان وکړ چې د امریکا حکومت روسيې سره پر امنيتي مسائيلو خبرو ته تیار دی.
اوکراین سره د بریتانیا دریدل
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي او د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن