د کار نړیوال سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي چې د اګست په نیمایي کې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې له نیم میلیون څخه زیاتو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

دې سازمان ویلی چې افغانستان کې روان اقتصادي کړکیچ د کار بازار سخت ځپلي او خبرداری یې ورکړی چې ښايي د دې وضعیت دوام سره تر جون میاشتې ۹۰۰ زره نور افغان هم خپل کارونه له لاسه ورکړي.

د نړۍ د کارګرانو سازمان د رپوټ له مخې په افغانستان کې روان کړکېچ افغان ښځې، د کرنې، ودانیزو چارو او ټولنیزو خدمتونو برخې کارکوونکي او دولتي مامورین سخت زیانمن کړي دي.

د سازمان په وینا د دې هېواد اقتصاد لا دمخه د څلورو لسیزو جګړو، سختې وچکالۍ او وبا ځپلی و، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته بهر کې د افغانستان پیسو کنګلېدو، نړیوالو مرستو بندېدو او یا هم ځنډېډو او بانکي سیستم ګډوډېډو سره کړکېچ لا پراخ او کارونه لا کم شول.

د افغانستان لپاره د دغه سازمان یوه چارواکي رامین بهزاد ویلي، په افغانستان کې وضعیت نازک دی او د ثبات او بیا رغونې لپاره سملاسي ملاتړ ته اړتیا ده.

د نوموړي په وینا په داسې یوه حالت کې لومړیتوب د بشري اړتیاو پوره کول دي، خو وايي پراخې بیا رغونې او د پروژو پلي کېدو سره به دا شونې شي چې خلکو ته د روزګار او معیشت شونتیا برابره شي .

کنفرانس

د عکس سرچینه،BAKHTER

په ورته مهال په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې دغه اوسنی وضعيت تر ډېره د نړيوالو بنديزونو او د افغانستان د شتمنيو د کنګل کېدو له کبله دی.

د طالبانو رئيس الوزرا ويلي، “هغه هېوادو نه چې ځانونه د بشر حقونو مدافعين بولي د افغانستان د پيسو په کنګل ساتلو سره يې افغانان له بشري ناورين سره مخ کړي…. افغانستان سره بايد دوامداره مرستې وشي تر څو په ځان بسيا شي”.

د نړۍ کارګرانو سازمان په راپور کې پر نړیوالو غږ شوی چې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام د یوه راپور له مخې د دې هېواد سم نیمايي وګړي له لوږې سره مخامخ دي او ښايي شاوخوا یو میلیون افغان ماشومان له خوار ځواکۍ یوه کال کې خپل ژوند وبایلي.

د افغانستان همدې وضعیت ته په کتو سره ملګرو ملتونو څو ورځې مخکې له افغانستان سره د مرستې لپاره د پنځو میلیاردو ډالرو غوښتنه وکړه او د هغو مقرراتو د ځنډولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ چې له مخې یې افغانستان ته نغدې پیسې لېږدول کېدی شي.