د پاکستان کورنیو چارو وزیر: د کابل په خوښه به د ډیورنډ کرښې اوږدو کې د اغزن تار غځولو پروژه بشپړه شي
د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي، د ډیورنډ کرښې اوږدو کې به د اغزن تار غځولو پروژه ”د کابل په خوښه سرته ورسول شي. ”
شیخ رشید احمد زیاتوي، د ډیورنډ کرښې اوږدو کې ۲۶۰۰ کیلومتره اغزن تار غځول شوی او ایله ۲۱ کیلومتره پاتې تار به هم ژر وغځول شي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، شیخ رشید احمد ‘نن جمعه ‘ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وینا کې افغانستان خپل ‘ورور هېواد ‘ وباله اوهیله یې وښووله، چې د اغزن تار غځولو پروژه به ”زموږ د وروڼو په خوښه بشپړه شي. ”
طالبانو د پاکستان کورنیو چارو وزیر د تازه څرګندونو په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو دا وروستیو کې پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې ويډيوګانې ښي چې د افغان طالبانو ځانګړي ځواکونه د ډيورنډ کرښې اوږدو کې اغزن تار راټولوي او له ځانه سره یې وړي.