Site icon

م.م : هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپارمو یوازې ۳۷.۵ میلیون ډالره ترلاسه کړي

Advertisements

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې د هرات ولایت د وروستیو زلزلو څخه زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو لپاره ۱۷۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري، چې تراوسه یې ددغو پیسو یوازې ۳۷.۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

اوچا د چهارشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د هرات په ولایت کې د اکتوبر د اومې ورځې د زلزله ځپلو له ډلې یې تراوسه ۲۴۲ زره او ۴۰۰ کسانو ته یې مرستې برابرې کړي دي.

په هرات ولایت کې د اکتوبر اووم د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر اا او د اکتوبر۱۴ مې هم په همدې کچه زلزلې شوې چې د دغو زلزلو سربیره په زلزله ځپلو سیمو کې د زلزلو نور زیات ټکانونه هم احساس شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو زلزلو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او له ۲۰۰۰ څخه زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د هرات ولایت په دغو زلزلو کې له۳۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې ددغه ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، چې د هرات ولایت په اتو ولسوالیو کې تراوسه په زلزلو کې ۱۲۱۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمیر یې ۶۶۳۶۰ کسانو ته رسیږي په مخامخ ډول زیانمن شوي دي.

بلخوا د هرات ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئیس احمدالله متقي تیره اونۍ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د کورونو د جوړیدو د بهیر په اړه ویلي و چې د کورونو د جوړولو کارونه تر ۸۰ فیصدو پورې پرمخ تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ” اوچا” د پیسو ددغې تازه غوښتنې دمخه ویلي و چې د ژمې په موسم کې د ډیرو زیاتو ځپل شویو کورنیو سره د وخت د حساسو اړتیاو د پوره کولو لپاره په عاجل ډول ۶۹.۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

Exit mobile version