ډېکر: راستنېدونکي افغان کډوال خوندي ځای، درناوي او ملاتړ ته اړتیا لري

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو لړۍ دوام لري‌ او اوس هم هره ورځ زرګونه کډوال پر ډیورنډ کرښه افغانستان ته اړول کېږي.
کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي د سپتمبر له نیمايي راهیسې له پاکستان تر ۳۲۷ زرو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په افغانستان کې د دې ادارې دفتر نن سې‌شنبه پر خواله رسنیو یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې دغه راستنېدونکي له ستونزو سره مخامخ دي، ډېر یې نه پوهېږي چې چېرته ولاړ شي، څه وکړي او دا چې راتلونکې به یې څنګه وي.
یو اېن اېچ سي ار وايي، ګڼو راستنو شویو افغان کډوالو ورته ویلي چې پاکستان کې نیول شوي، ځورول شوي او په زور ایستل شوي دي.
بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام هم د ژمې په رارسېدو سره افغانستان ته د ستنېدونکو کسانو د کړاو خبره کړې.
افغانستان کې د دې ادارې مشره ‘څیاو وي’، چې د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو ارزولو لپاره ډیورنډ کرښې ته تللې، وايي “دوی اړ کړل شوي چې خپل هر څه په پاکستان کې پرېږدي.”
نوموړې د ورستنېدونکو وضعیت له دې کبله هم ستونزمن بللی، چې له یوې خوا افغانستان وار له مخه له خراب اقتصادي وضعیت، اقلیمي کړکېچ او د وروستیو ویجاړوونکو زلزلو له زیانونو سره مخامخ دی او له بلې خوا په راتلونکو څو اوونیو کې ژمی پیلېدونکی دی.
هم مهاله افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت چارسمبالې کرن ډېکر وایي، چې “راستنېدونکي خوندي ځای، درناوي او ملاتړ ته اړتیا لري.”
نړیوالې ادارې وايي، د کډوالو ستنېدل باید اجباري نه، بلکې په خپله خوښه او داوطلبانه وي.
د دوی ټینګار پر دې دی، چې د خلکو درناوی او خوندیتوب باید پام کې وساتل شي.

Leave a Reply

Translate »
%d