یوشمېر سوداګر:هرات کې ورځ تر بلې د وچې مېوې بازار له سقوط سره مخ کېږي
تخار کې د وچې مېوې یو شمېر پلورونکي او صادروونکي ګاونډیو هېوادونو ته د صادراتو له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې له دوو کلونو راهیسې نورو هېوادونو ته د وچې مېوې صادراتو په برخه کې د هیڅ قرارداد شاهدان نه دي.
د تخار د وچې مېوې یوه پلورنکي وحیدالله شمس ویلي چې د تېرو کلونو په نسبت د وچو مېوو بازار د سقوط په حال کې دی؛ ځکه چې بهر ته صادرات نه لري.
هغه له حکومته د یادې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
په دغه ولایت کې د وچې مېوې یو شمېر نور پلورونکي هم وایي چې په تېرو کلونو کې د وچې مېوې د پېر او پلور بازار له دې امله ښه و چې ګاونډیو هېوادونو ته یې د صادراتو زمینه برابره وه، خو له دوو کلونو راهیسې په دې برخه کې د هیڅ قرارداد شاهدان نه دي.
ددوۍ په وینا چې دغه ولایت کې ورځ تر بلې د وچې مېوې بازار له سقوط سره مخ کېږي.
دا پلورونکي زیاتوي چې د دې ستونزې حل په موخه دې حکومت او د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین هڅه وکړي او بهرنیو هېوادونو ته دې د وچې مېوې صادراتو زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې، د تخار د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس مولوي عبدالرحمن غزنوي د صادراتو او وارداتو په برخه کې د سوداګرو د ستونزو لامل د اوسني حکومت په رسمیت نه پېژندل بولي.
د هغه په خبره، د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې برخه کې هڅې روانې دي، د سوداګرو ستونزې به حل او بهرنیو هېوادونو ته به د وچې مېوې د صادراتو زمینه هم برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې بادام، چهارمغز، توت، کروت، د زردالو کښتې، الوبالو او ګیلاس د تخار د وچو مېوو له مهمو تولیداتو شمېرل کېږي چې له دې مخکې نورو هېوادونو ته صادرېدل.