ننګرهار کې هغه غله ونیول شول چې له یوه کس څخه یې لس لکه کلدارې غلا کړې وې
د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي منسوبینو یې په دې ولایت کې درې تنه د غلا په تور نیولي دي .
د امنیې قومندانۍ ویاند حافظ مولوي عبدالبصیر زابلي رسنیو ته په یوه رالیږلي ویډیوي پغام کې ویلي د غلا په تور دا نیول شوي کسان مسلح وو او د مرکز جلال آباد ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند یې له یوه کس څخه لس لکه پاکستانۍ کلدارې غلاکړې وې.
زابلی پدې پېښه کې د غلو شمېر اوه تنه ښایي خو وایي چې درې مسلح کسان یې ترې نیولي او پاتې هغه څلور یې په تېښته بریالي شوي چې د نیولو لپاره یې د امنیتي ځواکونو هڅې روانې دي .
د امنیې قومندانۍ د ویاند په وینا له نیول شویو کسانو دوه میله توفنګچې هم ترلاسه شوي .
د سرچینې په وینا د غلا په تور نیول شوي کسان هم اوس مهال تر پوښتنو لاندې دي او وروسته به یې رسما عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري .
امنیې قومندانۍ د غلا په تور د دریو نیول شویو کسانو ویډیو هم مونږ ته رالیږلې چې هغوۍ پکې پر خپل جرم اعتراف کړی دی .
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې ګڼ شمېر کسان د غلا په تور نیول شوي او ولس بیا پدې برخه کې د امنیتي ځواکونو هڅې ستایي.