تورخم دروازه يوځل بيا پاکستان له لوري په مشروط ډول وتړل شوه

تورخم دروازه يوځل بيا پاکستان له لوري د ترانزېټ پرمخ په مشروط ډول وتړل شوه

د تورخم کميسار مولوي عصمت الله يعقوب باختر اژانس ته ویلي د تورخم دروازه يوځل بيا د پاکستاني مسوولينو لوري د ترانزېټ پرمخ نن غرمه په داسې حال کې په مشروط ډول وتړل شوه، چې له موټر چلونکو څخه يې د ويزې او پاسپورت غوښتنه کوله.

کميسار دا هم وويل؛ دوی تر اوسه موټر چلونکو څخه د ویزې او پاسپورټ  غوښتنه نده کړې.

د يادولو ده، پخوا به په دغه لاره له بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره د پاسپورت او ويزې غوښتنه نه کېدله، خو نن يوځل بيا د پاکستاني لوري په همدې بهانه لاره ترانزېټ پرمخ وتړله.

Leave a Reply

Translate »
%d