د ریاست الوزراء او یوناما تر منځ پر روانو حالاتو خبرې وشوې

ارګ وایي چې د یوناما د سیاسي برخې مشر د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیالۍ د دفتر له عمومي ریيس سره لیدنه کې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو پر بشري مرستو ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په افغانستان کې طبیعي پېښو په ځانکړي توګه د هرات زلزلې او د کډوالو راستنېدو د ډېرو بشري مرستو اړتیا رامنځته کړې ده.

د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیالۍ د دفتر عمومي رییس په هېواد کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ د فعال حضور او همکارۍ د مننې تر څنګ ویلي، چې د ژمي له راتګ سره دې ملګري ملتونه له افغانانو سره د بشري مرستو لړۍ پراخه او روانه وساتي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د سیاسي برخې مشر سکاټ سمیټ له افغانانو سره د ملګرو ملتونو پر بشري مرستو ټینګار کړی دی .

د ارګ پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکل شوي چې د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر د یوناما د سیاسي برخې له مشر سکاټ سميت سره کتلي او سمیت په دې کتنه له افغانانو سره د ملګرو ملتونو پر بشري مرستو ټینګار وکړ.

بیان کې د سمېت له قوله لیکل شوي په افغانستان کې طبیعي پېښو په ځانکړي ډول د هرات زلزلې او د کډوالو راستنېدو ته په کتو، ډېرو بشري مرستو ته اړتیا ده.

نوموړي ویلي، دغو پېښو پر افغانانو منفي اغېز کړی او د مرستو اړتیا یې ډېره کړې ده.

سمېت همدارنګه، د اسلامي امارت لخوا د کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو له لوري د اسلامي امارت هڅې ستایلي.

د نوموړي په خبره یوناما د کډوالو او راستنېدونکو کورنیو حالت له نږدې څاري او په دې برخه کې یې د مرستو یادونه وکړه.

د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر هغه ته ویلي د ژمي په راتګ سره دې ملګري ملتونه له افغانانو سره د بشري مرستو لړۍ پراخه او دوامداره کړي.

سکاټ سمېت سره پدې لیدنه کې مولوي ذاکر دا هم ویلي چې ملګري ملتونه دې د اسلامي امارت پر وړاندې شته محدودیتونه او خنډونه له منځه یوسي، همکاریو او مثبت تعامل ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

Leave a Reply

Translate »
%d