د افغانستان تر ۱۹کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډله چې له یوه اوږده بهیر وروسته ټاکل شوې، په جوړښت کې یې ۱۴ لوبغاړي د لوبډلې اصلي او ۶ نور د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.
د افغانستان تر ۱۹کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډله کې نصیر خان لوبډلمشر، وفي الله تره خېل، جمشېد خان، خالد تڼیوال، اکرم محمدزی، سهیل خان زرمتی، رحیم الله زرمتی، نعمان شاه اغا، محمد یونس ځدراڼ، الله محمد غضنفر، وحیدالله ځدراڼ، بشیر احمد افغان، فریدون داوودزی او خلیل احمد او احتیاطي لوبغاړي علي احمد ناصر، حزب الله درانی، محمد اصیف، ناصر حسن، ادم خان او فهیم قاسمي شامل دي.
د کرکټ اسیایي شورا اسیا جام سیالۍ چې هر دوه کلونو کې ترسره کیږي، افغان ۱۹کلنه ملي لوبډله به پکې خپله لومړۍ سیالۍ د ډسمبر پر ۸مه له هندوستا، پر لسمه له نېپال او پر ۱۲مه نېټه له پاکستان سره د لوبې ډګر ته ښکته شي.
باید وویل شي چې افغان ۱۹کلنې ملي لوبډلې په ۲۰۱۷م کال کې د اسیا جام لوبو اتلولي ګټلې وه او په وروستي پړاو کې یې د متحده عربي اماتو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه خو له هند او پاکستان څخه یې ماتې منلي وې