Advertisements
اسټرالیا له هند نه د کرکټ پایلوبه وګټله او د ۲۰۲۳ کال د پنځوسو اورونو د نړیوال جام اتل شو.
استرالیا د څلورو لوبغاړو په سوځیدو په ۴۴ اور کې د هند له خوا د ۲۴۱ منډو ټاکلی هدف پوره کړاو د دې جام د پایلوبې په ګټلو سره یې د شپږم ځل لپاره نړیواله اتلولي خپله کړه.
د لوبې پچه یا ټاس اسټرالیا ګټلې وه او هند ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې وه چې هند د ټولو لوبغاړو په سوځیدو په پنځوسو اورونو کې ۲۴۰ منډې وکړې.
د دې نړیوال جام لوبې چې د اوکتوبرله پنځمې پیل شوې وې شاوخوا یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.
افغانستان په دې جام کې څلور لوبې وګټلې او پنځه یې وبایللې.
دغه ټیم په ۱۹۸۷، ۱۹۹۹، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵ کلونو کې هم د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جامونه ګټلي دي.