کابل کې د اووه عشاریه درې میلیون افغانیو د غلا په تور شپږ کسان نیول شوي

د کابل امنیه قومنداني وایي د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د اووه عشاریه درې میلیون افغانیو د غلا په تور شپږ وسله وال کسان نیول شوي دي .

د کابل امنیې قومندانۍ پر خپله اېکس پاڼه ددغو څرګندونو ترڅنګ یو ویډیوي کلیپ هم خپور کړی او پکې ویلي چې د غلا په تور نیول شویو کسانو له دوو سوداګرو یادې پیسې غلا کړې وې .

د مسوولینو په خبره یاد سوداګر او د تېلو پمپونو مالکان له امنیتي ځواکونو سره په اړیکه کې شول چې با لاخبره دو ورځې وروسته یاد وسله وال کسان ونیول شول .

حنفي زیاته کړې امنیتي ځواکونو له یادو کسانو یو تومانچه یو کلاشینکوف او یو موټر ترلاسه کړي او په وینا یې پیسې یې خپلو مالیکینو ته سپارلي او د نیول شویو کسانو دوسیې تر څېړنې لاندې دي .

په خپاره شوي کلیپ کې نیول شوي کسان هم پر خپل جرم اعتراف کوي او زیاتوي چې له غلا دوه ورځې وروسته امنیتي ځواکونو ونیول .

دا په داسې خال کې ده چې تېره اونۍ د کابل امنیې قومندانۍ ویلي وو چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۲۷۹۸ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي او له هغوۍ یې ۱۳۶ میله وسلې ، ۹۴ موټر او نور توکي ترلاسه کړي دي .

Leave a Reply

Translate »
%d