د کندهار – اروزګان سړک چې د شمال دهلېز په نوم یادیږي د پخولو چارې پیل شوې

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د کندهار – اروزګان د سړک چې د شمال دهلېز په نوم یادیږي د پخولو چارې پیل شوې .

ددغه سړک د پیل مراسمو ته د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او نور لوړ پوړي مسوولین هم راغلي وو .

برادر په خپلو خبرو کې ویلي چې ددغه سړک په جوړېدو سره به د هیواد شمال او سوېل ترمنځ تر ټولو لنډه لار وصل شي .

چارواکي وایي دغه سړک چې تر اروزګان ولایت پورې ۲۰۹ کیلومتره کیږي یوه شرکت ته د دوو کانونو په بدل کې ورکول شوی چې د سویلي او شمالي ولایتونو د نښلولو لنډه لار بلل کیږي .

وزیر وویل د سړک د جوړولو په دې کار کې شاوخوا ۸۰۰ کسان په کار بوخت دي .

د سرچینې په خبره چې ددغه سړک چارې بشپړې شي هغه سوداګریز موټر چې د ایران له لوري راځي اړ به نه وي چې د کابل او سالنګ له لارې شمالي ولایتونو ته لاړ شي ځکه دا لار ډېره لنډه ده .

د ټولګټو وزارت سرپرست زیاته کړې د یاد سړک په دواړو برخو کې د یو شمېر پُلونو او پلګوټو د ترمیم او بیارغونې کار هم شامل دی چې د سړک د رغونې چارې یې د ټولګټو وزارت او احسان حکیم ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمځ قرارداد شوي دي.

د سیمې اوسیدونکي هم وایي خوښ دي چې په دغه سیمه کې داسې یوه ګټوره پروژه پلې کېږي.

د یادونې وړ ده چې د یاد سړک په رغونې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او پردغه لویه لار تلونکي مسافر به د پخوا په پرته په آسانې سره تګ را تګ وکړي.

Leave a Reply

Translate »
%d