ډاکټر عمر بهر کې له یو شمېر هېوادوالو سره ناستې غیر سیاسي وبللې

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست  د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، هالنډ هېواد ته، د خپل وروستي سفر جزییات له رسنیو سره، شریک کړل.

ډاکټر عبدالباري عمر، په دې خبري کنفرانس کې وویل د هالنډ په دنهاګ ښار کې د سیمه ییزو تولیداتو دوهم نړیوال کنفرانس ته په رسمي ډول دعوت شوی و او هلته یې په یاد کنفرانس کې ګډون وکړ.

عمر وایي چې دغه کنفرانس د طبي تجهیزاتو، درملو، واکسینونو او خوندي خوړو له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو او په دې برخه کې د موجودو نړیوالو قوانینو او ستراتېژیو د پوهاوي په اړه جوړ شوی وو.

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست وویل، چې په کنفرانس کې یې د افغانستان وضعیت په ښه ډول تشریح او نړیوال یې له رامنځته شویو پرمختګونو څخه خبر کړي، د طبي تجهیزاتو او درملو تولید د پرمختللو هېوادونو له تجربو څخه یې ښه ګټه پورته کړې ده.

د هغه په خبره د کنفرانس په څنډه کې یې د درملو او طبي تجهیزاتو د سترو او نړیوالو کمپنیو له استازو سره کتلي او له هغوی څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړی زیاتوي چې د درملو او طبي وسایلو د کمپینو ډېری استازو په افغانستان کې د پانګونې لپاره، لېوالتیا ښودلې ده.

دده په وینا په اروپا کې له یو شمېر هېوادوالو سره ناستې، غیر سیاسي او د افغانانو ترمنځ ناستې وبللې او څرګنده یې کړه چې په دغو ناستو کې د هېوادوالو طرحې او وړاندیزونه یې اورېدلي او د اسلامي امارت په راتګ سره یې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان پرمختګونه شریک کړي دي.

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست زیاته کړه، چې په هالند، آلمان او بلجیم هېوادونو کې یې له مېشتو افغانانو او افغاني کادرونو سره هم کتلي او هغوی ته یې په افغانستان کې د خدمت کولو بلنه ورکړې ده.

Leave a Reply

Translate »
%d