د ليجنډ ليګ په لومړۍ لوبه کې بهلوارا کينګ لوبډلې بريا ترلاسه کړه
دکريکنفو دمعلوماتو له مخې د لوبې پچه بهلوارا کينګ لوبډلې وګټله او دتوپ اچونې پريکړه یې وکړه.
دانډا کپيپټل له خوا نه په ټاکلو شلو اورنو کې د اتو لوبغاړو په سوځيدو دوه سوه اتويشت منډې وکړې چې پکې لوبډلمشر ګاتم ګمبير دري شپيته او اډوارډيس نهه پنځوس تر نورو ډيرې منډې وکړې.
په ځواب کې انډا کيپټل لوبډلې ياد هدف دلوبې په شلم اور کې د اوو لوبغاړو په سوځيدو سره پوره او دوه سوه نهه ويشت منډې وکړې او سیالي یې وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړې عرفان پټان شو چې نوموړي په څلورو اورنو کې 31منډې ورکړې او 1لوبغاړې يي وسوځاوه.
هغه په 19توپونو د 9 شپږيزو په مټ 65ناسوځيدلې منډې جوړې کړې .