محمدي او رییس خان سنزي سنوکر نړۍ والو سیالیو کې خپل سيالان مات کړي
د المپیک ملي کمېټه وایي صالح محمد محمدي او رییس خان سنزي د سنوکر اتلولۍ نړۍ والو سیالیو کې خپل سیالان مات کړي او بل پړاو ته یې لار ومونده .
د المپیک ملي کمېتې او د ورزش عمومي ریاست پر خپله اېکس پاڼه لیکلي د سنوکز اتلولۍ نړۍ والې سیالۍ چې د قطر پلازمېنې دوحه کې روانې دي افغان ورزشکارانو وکولای شول خپل سیالان مات کړي او بل پړاو ته لار پیدا کړي .
یادې کمېټې لیکلي په دغو سیالیو کې رییس خان سنزي خپل منګولیایي سیال ته درې پر صفر ماته ورکړه او همدا رنګه صالح محمد محمدي هم خپل سویسي سیال ته درې پر صفر ماته ورکړه او دواړو بل پړاو ته لار ومونده .
د یادونې ده د سنوکر اتلولۍ نړۍ والې سیالۍ د روانې نوامبر میاشتې په ۱۵مه دوحه کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۴ مې به دوام ولري .