مصر او اردن د غزې پر یوه ښوونځي د اسراییلي ځواکونو برید وغانده
مصر پرون د غزې تړانګې پر یوه ښوونځي د اسراییلي ځواکونو حمله په کلکه وغندله.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا د فلسطیني وګړو په وړاندې یوه جدي سرغړونه ده.
د اردن د بهرنیو چارو وزارت هم دا د اسراییل د وحشتناکې روانې جګړې یو بل مورد ګڼلی دی او په وینا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
راپورونه وايي ګڼ کسان پرون هغه وخت ووژل شول، چې د غزې تړانګې په شمال کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي د توغندي حمله وشوه.
د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي، چې د اسرائیلي ځواکونو او حماس ترمنځ په روانه جګړه کې د فلسطینیانو په قلمرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲زره ۳۰۰ ته رسېدلی دی.