د فلسطین په ملاتړ په ټوله اروپا کې لاریونونه شوي
زرګونو کسانو د فرانسې او برتانیې په ګډون په ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه وکړل او په غزې کې د اوربند غوښتنه یې کوله.
د پاريس په ښار کې زرګونونو کسانو پداسې حال کې په لاریون کې برخه واخیسته چې باران هم وریده او د ځانونو سره لوحې هم لیږدولې چې پرې لیکل شوي و، په غزې او لویدیځه غاړه کې ډله ایزه وژنه بنده کړئ، سمدستي اوربند.
په فرانسې کې د لاریون تنظیموونکو ویلي چې د اټکل له مخې د پاریس ښار په لاریون کې ۶۰ زرو کسانو برخه اخیستې وه او تر ۴۰ زرو پورې نورو کسانو بیا د دې هیواد په نورو برخو کې دیته ورته لاریونونه کړي .
خو بل پلو بیا د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په پاریس کې ۷ زرو او د هیواد په نورو برخو کې ۴۵ زرو کسانو په لاریونونو کې برخه اخیستې وه.
همدارنګه د ژنیو په ښار کې چې په اروپا کې د ملګرو ملتونو عمومي مرکز پکې پروت دی، شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو لاریون کړی و او د فلسطینیانو په پلوۍ شعارونه یې ورکول.
په یوې لوحې لیکل شوي و، په غزې کې قتل عام بند کړئ او ځینو نورو بیا فلسطین آزاد کړئ شعارونه ورکول.
د هالنډ په پایتخت امسټرډام کې هم لاریون شوی چې په غزې کې د اوربند تر څنګ یې د هغو برمته شویو کسانو خوشې کیدو غوښتنه کوله چې د حماس ډلې په اسرائیل د برید څخه وروسته د ځان سره وړي دي.