ننګرهار کې د بېلابېلو پېښو له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د جلا جلا پېښو کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ مولوي عبدالبصیر زابلی وایي، د پنځمې ناحیې اړوند انګور باغ سیمه کې د دوه موټر سایکلونو د ټکر له امله د دواړو موټرسایکلو چلونکي وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره د دې ولایت په ښیوې ولسوالۍ نوجو کلي کې د صبغت الله په نوم یوه ښوونکي کور کې د ماین چاودنې له کبله درې تنه ټپیان شوي.

د معلوماتو له مخې دغه چاودنه د لرګیو ماتېدو پر مهال، چې داخل په لرګي کې مرمۍ وه چاودنه کړې او د صبغت الله په ګډون یې مېرمن او لور ټپیان شوي دي.

زابلی زیاتوي بله پېښه کوټ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، چې یوه تن خپله انګور له یوه بل کس سره د ټلیفوني خبرو په تور وژلې او بل کس ټپي دی.

د زابلي په خبره د زهیرالله په نوم یوه بل کس حصارک ولسوالۍ اړوند جبار خان قلعه سیمه کې د تفنګچې په واسطه خپل ځان ویشتلی او وژل شوی دی.

نوموړی وایي، د پېښو رامنځ ته کېدو پر مهال پولیسو سیمو ته ځانونه رسولي او څېړنې یې پیل کړي دي.

Leave a Reply

Translate »
%d