د افغانستان فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله تاجکستان ته تللې
د افغانستان تر ۲۰ کلنو کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا په سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته تللې، چې د خپلو رسمي لوبو په لومړۍ لوبه کې یې د ترکمنستان لوبډلې پر وړاندې بریا خپله کړه، خو ورپسې دویمه سیالي یې د تاجکستان پر وړاندې ۱ – ۱ پایلې سره مساوي او په خپلې وروستۍ سیالۍ کې د ایران پر وړاندې یې ماتې خوړلې.
د کافا په نوم تر ۲۰ کلنو کم عمره ځوان لوبغاړو سیالۍ د روانې مۍ میاشتې له ۲۱ مې نېټې څخه د تاجکستان په دوشنبې ښار مرکزي لوبغالي کې پيل شوې، چې پکې د افغانستان، ایران، ترکمنستان، ازبکستان او د تاجکستان لوبډلې شاملې دي.
افغان لوبډله به د روانو سیالیو په دوام خپله وروستۍ څلورمه لوبه د ازبکستان لوبډلو پر وړاندې ترسره کړي او اوس مهال د ۴ امتیازونو په درلودلو سره له ازبکستان او کوربه تاجکستان وروسته د جدول په دریمه کرښه کې ځای لري.