په کابل کې د ملي ثبات عامه کتابتون پرانېستل شو
ددغه ټولنې مشر ضیا الحق امرخېل د یاد کتابتون د پرانیستې مراسمو کې په هیواد کې د تغییر لپاره پر کتاب تمرکز مهم وباله او وی ویل اسلامي امارت دې د نجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي کنه نور خلک به هم له هیواده ووځي .
د اطلاعات او کلتور وزارت استازی عبدالحق حماد بیا وایي چې په کال نیم کال کې به دغه ستونزه حل شي .
ضیا الحق امرخېل وایي نظامونه به بدلیږي خو پیاوړي ملتونه باید ناهیلي نشي او پر وړاندې یې باید پر کتاب تمرکز وکړي څو تغییر رامنځته شي .
هغه زیاته کړه عامه کتابتون یې ځکه پرانیست چې ځوانان له بې کارۍ او خپګانه خلاص شي .
د امرخېل په خبره دغه کتابتون ته یې د دیني علومو په ګډون د مختلفو علومو کتابونه راټول کړي یو کمپیوټر لېپ او انټرنېټ یې هم پکې فعال کړی او لوستوونکو ته د مطالعې پر وخت یوه پیاله چای هم ورکوي .
د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي هم په دې مراسمو کې وینا وکړه او وی ویل د ځوانانو لپاره د کتابتون پرانیستل د علم دروازې پرانیستو په معنا دي ځکه په دې سره ځوانان له خپل کلتوره ښه خبریدلی شي .