د پښتونخوا د سوات ښار د پولیسو مرکز کې چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
خيبرپښتونخوا په سوات کې د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د پوليسو په مرکز کې چاودنه شوې ده.
د سوات د پوليسو وياند معين فياض بي بي سي ته وويل، په پېښه کې لږ ترلږه ۱۵ پوليس وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپيان دي.
د پوليسو يوه افسر شفيع الله ګنډا پور ځايي خبريالانو ته تائيد کړې چې چاودنه په کبل کې د پوليسو مرکز په ودانۍ کې دننه شوې ده.
بلخوا د خيبرپښتونخوا چارسمبالي اعلی وزير اعظم خان پوليسو ته لارښوونه کړې چې ټپيانو ته ژر تر ژره روغتیايي مرستې ورسوي او د امن ټينګولو لپاره ټول اړين ګامونه پورته کړي.
د سوات پوليس وايي دا ترهګريزه پېښه نه وه. د ملکنډ د پوليسو مشر له خبريالانو سره په خبرو کې وويل تراوسه د ترهګرۍ کوم عنصر نه دی موندل شوی.
وړاندې د سوات پوليسو يوه چارواکي ويلي وو، چاودنه د وسلو زېرمتون کې ظاهرا د برېښنا مزي د شارټۍ له امله شوې او د کوم ترهګريز بريد شواهد نه دي موندل شوي.
https://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-65379709